افغان حکومت وايي د څلور سوه طالب بندیانو په ډله کې ۵۶ یې په اعدام محکوم وو. د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي په خپله یوه مرکه کې ویلي دي د طالبانو د څلور سوه بندیانو په لېست کې ۵۶ یې داسې جرمونه ترسره کړي وو چې په اعدام محکوم شوي وو او همدا راز ۱۵۶ نور یې بیا د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وو. د صدیقي په خبره په نږدې ورځو کې به دغه بندیان خوشي کېږي او تر هغه وروسته به مخامخ خبرې پيل شي. نوموړي د بندیانو د خوشي کولو دقیقه نېټه نه کړه په ګوته خو ولسمشر وړمه ورځ ددغه بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړ. ددغه څلور سوه بندیانو په اړه نور هېڅ راز معلومات له رسنیو سره نه د طالبانو او نه هم د حکومت له لوري شریک شوي دي.
































