د امریکا په لاس انجلس کې غلو د نغدو پیسو له یوې زېرمې لسګونه میلیونه ډالر غلا کړي دي. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ میلیونه ډالر غلا شوي دي. د ځايي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې دا د یاد ایالت په تاریخ کې د نغدو پیسو تر ټولو لویه غلا ده. د امریکا پلټنو فدرالي اداره ایف بي ای او د لاس اینجلس پولیس په شریکه د دې پېښې په هکله پلټنې کوي. د سان فرنانډو سیمې په دې زېرمه کې له ځايي کاروبارونو راغلې پیسې زېرمه کېدې او چارواکي وايي، هېڅوک نه دي خبر شوي، چې کله غله دغه ځای ته ننوتي او نه هم د خبرداري کوم زنګ وهل شوی دی.
































