امریکا وایي شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو کمولو ته ادامه ورکوي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي دوی هڅه کوي چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېر تر پنځو زرو هم راکم کړي خو دا هر څه به شرایطو ته په کتو مخ ته ځي. د پنټاګون په خبرپاڼه کې راځي د سرتېرو د کمولو لړۍ شرایطو ته په کتو، د امریکا له کانګریس او د ناټو له متحدینو سره په مشورو او اړیکه کې مخ ته ځي. تر دې وړاندې د امریکا ددفاع وزیر او ولسمشر ټرمپ هم ویلي وو چې د امریکا تر ټاکنو مخکې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ۴۵۰۰ پورې راښکته کوي. ویل کېږي چې دمګړی ۸۶۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې حضور لري.
































