د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، اسحاق ډار سره په لومړۍ ټلیفوني اړیکه کې افغانستان کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دواړو لورو په دغه ټلیفوني اړیکه کې د اسلام اباد-واشنګټن پر دوه اړخیزه اړیکو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر همکاریو خبرې کړې دي.
































