پوهنې وزارت وايي، چې په تېرو ۱۵ ورځو کې یې بدخشان، تخار او سرپل ولایتونو ته یو میلیون ۹۸ زره جلده نوي درسي کتابونه استولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، په تېرو دوو اونیو کې د دې وزارت د رهبري په لارښوونه ۹ ولایتونو کې تر ۱۱ زرو زیاتو دولتي کسانو او بېرته راستنو شویو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې. د دې وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي، چې په غزني، بادغیس، ارزګان، میدان وردګ، بدخشان، زابل او لغمان ولایتونو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل په موخه د ۲ زره خالي بستونو لپاره له ۵ زرو داوطلبانو څخه ازموینه اخیستل شوې.
































