د لوګر او لغمان د پاسپورټ آمریتونو مسوولین وايي چې د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې ۴۰ زره ۱۸۵ پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۲۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس ویلي چې د ١٤٠٢ لمریز کال په لړ کې د پاسپورټ آمریت د یاد ولایت اوسېدونکو ته څه باندې ١٩٥٠٠ پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې څه باندې سل میلیونه افغانۍ ترلاسه شوي دي. په ورته وخت کې د لغمان د پاسپورټ امر قاري ثمرګل حنفي ویلي، چې یاد امریت تېر کال ۲۰ زره ۶۸۵ پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۱۱۶ میلیونه ۹۴ زره ۵۱۰ افغانۍ عواید راټول شوي دي.
































