د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د تېر په پرتله سږ کال د کوچني اختر په رارسېدو سره د وچې میوې بیې ارزانه شوې دي. یو شمېر هټیوال هم وايي وچه میوه په هره کیلو کې له ۱۵۰ تر ۲۵۰ افغانیو پورې ازرانه شوې ده. د دوی په خبره د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو ارزښت ټيټېدل د وچې میوې د ټيټېدو لوی لامل دی. په ورته وخت کې کابل ښاروالۍ د اختر په ورځو کې د وچې مېوې د بیې د کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره د نرخپاڼو د وېشلو خبره کوي. پسته، بادام، ممیز، خرما، غوزان او نورې وچې مېوې له هغو خوراکونو دي، چې د اختر په ورځو کې ډېر کارول کېږي.
































