د کړکېچ نړیوال سازمان د افغانستان د سولې په اړه یو مطلب خپور کړی دی. دغه سازمان وايي د افغانستان د سولې مسئله له ګڼو ستونزو سره مخ ده ځکه د ډېرو مهمو مسایلو په اړه د طالبانو دریځ تر دې دمه مبهم دی. سرچینه د سولې په لار کې تر ټولو ستر خنډ د جمهوري نظام په اړه د طالبانو د دریځ ابهام او ددغه ډلې ترمنځ خپلمنځي اختلاف یادوي. د سرچینې په خبره د افغانستان د سولې بهیر مبهم دی، کاواکه دی او له لویو خطرونو سره مخ دی. د کړکېچ نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کوي چې خپل دریځ دې په واضح توګه له افغانانو سره شریک کړي، د جګړې له تبلیغاتو دې ډډه وکړي او تر څنګ یې له افغان حکومت هم غوښتي چې د سولې لپاره ټول شرایط برابر کړي، د طالبانو د سولې له وړو وړو اقداماتو د هم هرکلی وکړي او په دې توګه دې دلته روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي.
































