د خوړو او درملو ملي ادارې، نن په کابل ښار کې ۲۰ ټنه تاریخ تېره او بې کيفيته بېلابېل خوراکي توکي له منځه یوړل. د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس ډاکټر نعیم الله ایوبي وویل چې دغه اداره توانېدلې په ۱۴۰۱ مالي کال کې شاوخوا ۱۶۰۰ ټنه او په ۱۴۰۲ مالي کال کې څه باندې ۸۰۰ ټنه تېر تاریخ، بېکیفیته او غیر معیاري خوراکي توکي او درمل د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه راټول او له منځه یوسي. نوموړي وویل، چې د خوړو او درملو ملي ادارې، د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې، شاوخوا ۵۴ ټنه بېلابېل خوراکي توکي د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه راټول کړي، چې نور یې مخکې هدر شوي او ۲۰ ټنه یې چې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه راټول کړای شوي دي؛ نن له منځه وړل کېږي.
































