د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په تېر یو کال کې د کندهار له مالدارانو ۳۶۰ زره کیلو ګرامه وړۍ راټوله شوې ده. د دغه ریاست مسوولین وايي، دا وړۍ یې د کندهار د ۱۳ ولسوالیو له مالدارانو راټوله کړې ده. خو کندهار کې څاروي لرونکي د وړیو پلور مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي. د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د مالوماتو له مخې، مالدارانو د ملاتړ په موخه هېواد ته له بهره د وړۍ پر وارداتو لګېدلی بنديز به، بازار کې د کورنۍ وړۍ پر بيو مثبت اغېز وکړي.
































