د پکتیا ولایت د ځنګلونو ساتنې قطعې مسوولینو وایي، چې د تېرو دوو کلونو پرمهال یې دغه ولایت کې ۹۵سلنه د ځنګلونو د پرې کولو مخه نیولې او په تړاو یې ۵۲ کسان نیول شوي هم دي. بلخوا د پکتیا د ځنګلمېشتو سیمو ځینې اوسېدونکي د ځنګل ساتنې قطعې پر جوړېدو خوښ دي، خو له سرپرست حکومت غواړي چې د یادو سیمو خلکو لپاره بدیلې پروژې پلې کړي. د پکتیا د کرنې ریاست د مسولینو په خبره، پکتیا کې د یوې سروې له مخې ۹۹زره هکتاره ځنګلونه شتون لري چې ځینې برخې یې د تېرو څو لسیزو جګړو او ځینې د خلکو لهخوا لهمنځه وړل شوي دي.
































