د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر په هېواد کې د فېسبوک د بندېدو لپاره د دغه وزارت د پالیسۍ له بشپړېدو خبر ورکوي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د هېواد ځوانان دمګړۍ زدهکړو ته اړتیا لري او باید په ټولنیزو رسنیو بوخت ونه اوسي. نوموړی وايي چې د تېر حکومت پر مهال د هېواد د جغرافیې پر ډېرې برخې دوی حاکمیت درلود او له همدې امله مخابراتي شبکو د خپلو سایټونو د امنیت د ساتلو لپاره اوسني سرپرست حکومت ته پیسې ورکولې. نوموړی دغه راز زیاتوي، چې د سایبري جرایمو د مخنیوي لپاره هم په هېواد کې هڅې شوې او ټاکل شوې ده، په دې برخه کې یو لابراتوار هم جوړ شي.
































