د کابل – کندهار پر لویه لاره د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په اسحاقزو مانده سیمه کې په یوې ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی. په ورته وخت کې د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې هم په یوه ترافیکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي او درې نور ټپيان شوي دي. د غزني د عامې روغتیا ریاست ویلي، چې ټپیان لومړی د مقر ولسوالۍ روغتیایې مرکز ته لېږدول شوي او وروسته مرکز غزني ته وړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي چې تازه د سرپرست حکومت د کابینې له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید او ټاکل شوې په عملي کېدو سره یې د ترافیکي پېښو په کچه کې کموالی راشي.
































