د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتيايي سازمان مسوول د روغتیا د نړېوالې ورځې په مناسبت ويلي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راتګ د افغانستان روغتیايي حالت نور هم ستونزمن کړی دی. هغه وايي، نږدې ۱۸ میلیونه افغانان نړۍوالو بشري روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان مسوول ډاکټر جمشېد ټنولي د روغتیا د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډېویي پیغام کې ویلي، چې باکیفیته روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه مهمه موضوع ده. ټنولي وايي له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو راتګ د افغانستان پر روغتیايي سیستم نور هم منفي اغېزې کړې دي. ډاکټر جمشېد وايي، د روغتیا نړۍوال سازمان له خپلو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي چې ټولو ماشومانو او ښځو ته په عادلانه ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
































