د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومیا سره کتلي. د حامد کرزي له دفتره په خبره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه د خبرو تر څنګ، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو ټینګار شوی. حامد کرزي له افغانستان سره د جاپان له مرستو په ځانګړې توګه د روغتیا او پوهنې په برخه کې ستاینه کړې او په هېواد کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي تفاهم اړین بللی دی.
































