په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ مخکښ سیال جوبایډن خپله مرستیاله معرفي کړه. په دیموکرات ګوند کې تر پراخو ناندریو وروسته جوبایډ بریالی شو چې سناتوره کاملا هاریس ځان ته د مرستیالې په توګه وګوماري. نوموړي د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې ځان ته یې مرستیاله ټاکلې نو له خپلو پلویانو سره په ګډه به ټرمپ ته ماتې ورکوي. کاملا هارېس به لومړنۍ تور پوستې او هندي الاصله مېرمن وي چې په امریکا کې دومره مهم بست ته وړاندیز کېږي. هریس په دې وروستیو کې په امریکا کې د تورپوستو د حقوقو د غوښتلو په لاریونونو کې ډېر پلویان پیدا کړي دي او د نژادي تبعیض پر وړاندې ولاړه وه.
































