تسنيم خبري اژانس د اکسپرس ورځپاڼې په حواله لیکلي، چيني مسوولانو ویلی، چې په ټول قزاقستان کې د کرونا ويروس په نسبت وژونکی نوی ویروس خپور شوی دی.
ددغه خبر له مخې په قزاقستان کې د چين سفارت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د ياد نوي ويروس ۱۷۷۲ موارد پېژندل شوي دي.
د چين سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې له دې وژونکي ويروس سره دې هم د کرونا په څېر مبارزه وکړي.
د قزاقستان د روغتيا وزارت وایي، چې دغه ناروغي، د سږو د التهاب يو ډول نا پېژندل شوې ناروغي ده چې په قزاقستان کې د جون له ۲۹ د جولای تر ۵مې پورې ورباندې ۳۲زره کسان اخته شوي او ۴۵۱ نور یې مړه کړي دي.
له بلې خوا، د قزاقستان په پلازمېنه کې د صحي مراقبتونو څانګې مشر اعلان کړی، چې هره ورځ د سږو په نوې التهابي ناروغۍ اخته کابو ۳۰۰ کسان روغتونونو ته مراجعه کوي.
































