په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رییس، عبدالنور رسولي ویلي، دغه پېښه پرون په دولت شاه ولسوالۍ کې شوې ده. د هغه په وینا، په پېښه کې درې تنه مړه او لس نور ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي چې تازه د سرپرست حکومت د کابینې له لوري د ترافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید او ټاکل شوې په عملي کېدو سره یې د ترافیکي پېښو په کچه کې کموالی راشي.
































