د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، ټیمونو يې په افغانستان کې زیانمنو کسانو ته د څه باندې ۱۴۰زره روغتیايي مشورو زمینه برابره کړې ده. د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون پر خپله ټویټر پاڼه د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي چې دوی هره ورځ په افغانستان کې بېځایه شویو او راستنو شویو خلکو ته روغتیايي خدمات، د رواني روغتیا او ملاتړ خدمات برابروي. د ملګرو ملتونو له خوا، هر کال د اپرېل اوومه یا د روغتیا نړیواله ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې په نړۍ کې انسانان خپلې سلامتۍ او روغتیا ته ډېر پام وکړي.
































