د اسراییلو پوځ وايي چې د غزې تړانګې په جنوب کې یې له تر ټولو لوی ښار خان یونس څخه خپل ځواکونه ایستلي دي. د دغه هېواد دفاعي ځواکونو پرون ویلي، د دوی د کومانډو ۹۸یمې فرقې په خان یونس کې خپل ماموریت بشپړ کړ او نورو عملیاتو ته د چمتووالي لپاره له غزې تړانګې وتلې ده. د اسراییلو دفاعي ځواکونه وايي، د دوی د پام وړ شمېر پوځیان لا هم په غزې تړانګه کې په پوځي عملیاتو بوخت دي.
































