له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو د ایستلو دویم پړاو په نږدې کېدو سره دغه هېواد کې مېشت افغانان له خپل بې برخلیک وضعیته شکایت کوي. په پاکستان کې یو شمیر افغان کډوال وايي چې د دغه هیواد حکومت د لوډسپیکرونو له لارې یو نوی کمپاین پیل کړی او له هغوی یې غوښتي دي چې ژر تر ژره له پاکستانه ووځي. بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د یوه ګډې کړنلاې پر جوړېدو د پاکستان د سفارت له مرستیال سره خبرې کړي دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې کتنه کې د پاکستان د سفیر مرستیال له دغه هېواده د افغان کډوالو داېستلو لپاره د ضرب الاجل ټاکل کېدل رد کړي دي.
































