د زابل د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او پراختیا رییس حکمت الله ویلي، چې د شاجوی ولسوالۍ په سلطان ملخي کلي کې د یونیسف سازمان له لوري د ۷ میلیونه ۸۵۲ زره ۶۸ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه چې د ۲۰ زره لېټره اوبو په وړتیا یوه ذخیره او ۶۵ نل ليکې ورسره شاملې دي جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
































