په بدخشان ولایت کې یوې ښځې د غالۍ اوبدلو د کار خونې په جوړولو سره ۲۰۰ ښځو ته د کسب زدهکړې زمینه برابره کړې ده. د دې کارخونې مسووله وايي، دغه کار ځای یې له زده کړو بې برخې نجونو ته د بوختیا په موخه جوړ کړی دی. په یاده کارخونه کې په زده کړو بوختې نجونې له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي. د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې له تېر کاله راهیسې څه د پاسه ۶۰۰ ښځو سوداګرۍ ته مخه کړې ده.
































