د موزمبیق شمالي ساحل ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۹۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. رسنیو ویلي چې یاده کښتۍ کې له ۱۳۰ ډیر کسان سپاره وو. د موزمبیق ځایی چارواکو ویلي چې نوموړې کښتۍ ښایي د ۱۳۰ کسانو په لرلو سره له حده زیاته ډکه وه او ښايي چې همدا یې د ډوبېدو لامل وي. ویل کیږي چی په کښتۍ کی سپاره کسان د لونگا په سیمه کې د کولرا له یوې وبا څخه په تېښته کې وه او غوښتل یې ځانونه د جنوب ختیځې افریقا ساحل ته نږدې په یوه ټاپو کې خوندي ځای ته ورسوي. د ډوبو شویو کسانو په ډله کې کوچنیان هم شامل دي.
































