د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي په هرات کې د زلزلو له امله زیانمنې شوې زرګونه کورنۍ چې سرپناوو ته اړتیا لري نه هېروو او هڅه کوو چې د اوسېدو لپاره ورته مناسب کورنه جوړ کړو. اوچا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، لا هم زرګونه کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي او اوسېدو لپاره خوندي سرپناوې نه لري. اوچا ویلي چې، شپږ میاشتې وړاندې د زلزلو درېیو زورورو ټکانونو په هرات کې ۴۰ زره کورونه ویجاړ او دوه لکه ۷۵ زره کسان یې زیانمن کړل. دغې ادارې ویلي دې له زرګونو زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې او دا بشري مرستې لا هم دوام لري. اوچا زیاتوي چې دمګړۍ لا هم ۲۴۸۰۰ کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي.
































