د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې د څه باندې ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کانال جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس عبدالستار محمد وایي، یاد کانال د دې ریاست په هڅو او د خوړو نړیوال پروګرام په مالي او د افغانستان راتلونکې نسلونو موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا، د سید احمدخېلو او ډواني کانال د ۲۷ میلیونه ۳۷۴ زره ۶۷۷ افغانیو په لګښت جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی. هغه زیاته کړه چې یاد کانال ۵۸۳۰ متره اوږدوالی لري او د ۱۷ میاشتو په موده کې بشپړ او ۷۸۰ کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې وه.
































