د سرپرست حکومت د حکم په اساس په لوګر ولایت کې د ٦.٥ میلیونو افغانیو په ارزښت له پاکستان او ایرانه پر ۵۶۲ تازه راستانه شويو کډوالو د نغدي مرستو وېشلو لړۍ پیل شوې ده. د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي، چې دغه نغدي مرسته د سرپرست حکومت د مشر تابه د ځانګړي حکم په اساس وېشل کېږي، چې هرې کورنۍ ته له لسو نه تر یوولس زره افغانۍ ورکول کېږي. د چارواکو په خبره دوی په دې هڅه کې دي، چې د راستانه شویو کډوالو ستونزو ته د حل په موخه په وخت سره رسېدنه وکړي. بلخوا یو شمېر هغه کډوال چې تازه راستانه شوي او مرسته یې ترلاسه کړې، دوی د سرپرست حکومت د مشرتابه له دغه پېرزوینې مننه کړې او دغه راز یې د ورته نورو مرستو غوښتنه هم کړې ده.
































