د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د چین له سفیر جاوشینګ او مل پلاوي سره کتلي دی. په دې لیدنه کې د چین سفیر د واخان څخه د چین تر سرحد پورې د سړک جوړولو پروژې ته په اشارې سره ویلي، چې دغه هېواد د پرمختیايي او بنسټیزو پروژو د پلي کېدو او پراختیا په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. ورته مهال په دې لیدنه کې د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر د افغانستان له سرپرست حکومت سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې د چین له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې له واخان څخه د چین تر سرحد پورې د جوړېدونکي سړک لومړنۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډیر ژر به د چین له سرحد سره وصل شي. نوموړي ویلي، چې د دغه سړک اساسي رغول د دواړو هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لري او د افغانستان، چین او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره لنډه او ګټوره لاره کېداې شي.
































