په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د تغذیې برخې مشره مونا شیخ وایي، دوی سږکال د داسې لوړې شمېرې وړاندوینه کوي، چې په افغانستان کې به درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي. هغې ویلي، چې له دغې ډلې څخه به یوازې له ۱.۶ مېلیونه کسانو سره مرسته وشي. هغه وایي، تېر کال یې په ټول افغانستان کې د ۸۰۰ زرو هغو مېرمنو سره چې امېندواره او شېدې ورکوونکې وې او هم له خوارځواکۍ سره مخ وې؛ د مرستو رسولو تمه لرله، خو په وینا یې دغه شمېره ۱.۲ میلیونو ته لوړه شوه. مونا شیخ وایي، په خوارځواکۍ اخته ماشومان او مېرمنې د دوی په شاوخوا ۲۷۰۰ کلینیکونو کې تر درملنې لاندې دي. د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ په کلینیکونو کې د تېر کال پرتله د ناروغانو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی او دغه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
































