د کابل ښار په څلور زونونو کې د ټرانسپورټي ترمینلونو پر جوړولو هوکړه شوې ده. د کور او ښار جوړولو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت د سرپرست په مشرۍ، کابل کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې ختمولو او د ټرانسپورټي ترمینلونو جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه. خبرپاڼه کې راغلي، دغه ترمینلونه، د کابل په خاک جبار، استالف، چهار اسیاب او د پغمان په ارغندۍ کې جوړېږي، چې ټولې ټرانسپورټي اسانتیاوې به په کې په پام کې ونیول شي.
































