د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دې ولایت پاسپورټ مدیریت تېر کال ۴۶ زره جلده پاسپورټونه وېشلي، چې له درکه یې ۲۷۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي. د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند اسدالله جمشېد ویلي، چې هره ورځ سلګونه تنه د پاسپورټ اخیستلو په پار بایومیټریک کېږي. تر دې مخکې د کندوز د پاسپورټ مدیریت مسوولینو هم ویلي و، چې په تېر یوه کال کې یې ۱۶۸ میلیونه افغانۍ د پاسپورټونو وېش له درکه عواید ترلاسه کړي و. دا په داسې حال کې ده چې د مرکز کابل په ګډون د هیواد په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش دوام لري او د پاسپورټ عمومي ریاست هم هیوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ژمنه کړې ده.
































