په هلمند ولایت کې د رمضان جام کرکټ سیالۍ چې د روژې مبارکې میاشتې په لړ کې پیل شوې وې د آزاد لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د هلمند د کرکټ بورډ آمریت مسوولینو ویلي، چې په دغو سیالیو کې ۴۸ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پایلوبه کې آزاد لوبډله وتوانېده د پښتون بازانو لوبډلې ته د ۳ اورونو په توپير ماتې ورکړي او اتلولي خپل کړي. هېره دې نه وي چې په پای کې د لوبې لومړۍ او دوهم مقام غوره لوبډلو او لوبغاړو ته موټرسایکلونه هم ورکړل شوي دي.
































