د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد شمال ختیځ زون په کرنیزو ځمکو کې د ملخانو او طبیعي افتونو پر وړاندې د مبارزې بهیر له پیل خبر ورکوي. د دغه وزارت یوه ګرځنده ډله چې تخار ته تللې وایي، روان کال یوولس ولایتونه د ملخانو د برید له ګواښ سره مخ دي. د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس رحیم الله احدي وايي، د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې به کروندګرو ته د ملخانو ضد دوولس زره لیټره درمل ورکړي. په تخار کې ځینې کروندګر وايي چې تېر کال یې ملخانو کرنیزې ځمکې زیانمنې کړې او ددې حشرې پر وړاندې پیل شوی کمپاین د کرنیزو ځمکو په ساتنه کې اغېزمن بولي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال له تاجکستانه مراکشي ډوله ملخانو د شمال ختیځو ولایتونو کرنیزو ځمکو باندې هجوم راوړی و چې له امله کرنیزو تولیداتو ته پراخ زیانونه واوښتل.
































