د هرات ښاروالۍ تېر کال ۱۱۶ وړې او لویې پروژې بشپړې کړي. د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست وايي، چې د تېر کال په وروستیو ورځو کې د اورښتونو له امله نه دي توانیدلي، چې د ټولو پروژو کار بشپړ کړي. د هرات یو شمېر اوسېدونکي د پروژو په عملي کېدو کې د توازون له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، چې د ښار ډيری مرکزي سړکونه ویجاړ شوي او تر اوسه یې اساسي جوړونه بیا نه ده پيل شوې. ټاکل شوې وه چې تېر کال په دغه ولایت کې پر ۱۲۰ کوچنیو او لویو پروژو کار وشي. د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې لا هم د دغو پروژو ځينې کارونه پاتې دي. دامهال د ښاروالۍ له لوري پر څلورو لویو پروژو کار روان دی، چې د سړکونو پراخول او پخول یې له سترو پروژو څخه دي.
































