د سمنګانو په مرکز ایبک کې د ځمکې کېناستو له امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي دي. دا پېښه پرون یوناڅاپه شوې ده. د سیمې اوسېدونکي د ځمکې کېناستو غوچ والی ۵۰ متره ښيي او زیاتوي چې په څو ځایونو کې ځمکه ښکته تللې ده. تر اوسه روښانه نهده چې څومره ځمکه ښکته تللې، خو د سرچینو په وینا، څو کورونه او باغونه ښکته تللي دي. سرچینې وايي، امنیتي ځواکونو له ۵۰ زیاتې کورنۍ د پېښې له سیمې څخه اېستلې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، له جوړو شویو کندو څخه د تیږو لګېدو ډاروونکي غږونه هم را پورته کېږي. د سمنګان ولایتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































