د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې لاهم د هرات زلزله ځپلې په لسګونو زره کورنۍ تراوسه په خېمو یا ویجاړو شویوکورونو کې ژوند کوي. اوچا وایي، له شپږو میاشتو راهیسې لا هم ۲۴زره او اته سوه کورنۍ په خېمو یا ویجاړو سرپناوو کې اوسي چې بېړني ملاتړته اړتیا لري. د اوچا په خبره، په هرات کې په ۸ ورځو کې درې زلزلې چې قدرت یې د ریښترپه کچه ۶،۳ درجې و، وشوې چې له امله یې څلوېښت زره کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي او ۲۷۵ زره کسان یې هم بېړنو مرستو ته اړ کړي دي. د اوچا په وینا ،دغه زیانمن شوي کسان د خپلو کورونو د رغولو او د موقتي سرپناوو په برخو کې بېړني ملاتړته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د مهاجرت سازمان یاIOM پرون ویلي وو چې ټیمونو یې تېره اوونۍ په هرات کې ۸۶۹ زره کورنیو ته نغدې پیسې ورکړي چې د ځان لپاره موقتي سرپناوې پرې بجوړې کړي.
































