د راپورونو له مخې د اوکراین پوځي استخباراتو ادعا کړې، چې د بالتیک سمندرګي په غاړه د کالینینګراد په سواحلو کې یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د روسیې یوه جنګي کښتۍ له منځه وړې ده. که دغه ادعا رښتیا ثابته شي، هغه به د کییف د وړتیا د زیاتوالي ښکارندوي کوي چې کولای شي له خپلې پولې لیرې د کریملین پر ګټو برید وکړي. په هغه ویډیو کې چې د اوکراین پوځي استخباراتو په ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې خپره کړې، ویل شوي چې د سرپوخوف کوریټ کښتۍ دننه اور لګیدلی چې د مخابراتو او اتوماتیک وسایل یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي. په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دغه اورلګیدنه په څه ډول رامینځته شوي او ایا چا ته هم مرګ ژوبله اوښتې کنه؟ د روسیې دولتي رسنیو هم د سرپوخوف کښتۍ په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
































