د کابل امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده تر اوسه په هېواد کې د کومې امنیتي پېښې راپور نه دی ورکړل شوی او امنیتي چارواکو په ټول هېواد کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی. د کابل امنیې قومندانۍ چارواکي دغه راز وایي، چې د اختر په ورځو کې د هېواد والو د خوندیتوب په هدف له نورو امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د چارواکو په خبره، د اختر په ورځو کې د لا ښه امنيت د تامين په هدف د کابل امنيې قوماندانۍ د ګذر له ټولو وکيلانو او د خلکو له استازو سره ناسته وکړه او امنيتي مسوولينو يې کړنلارې ورسره شريکې کړې. دامنیتي چارواکو په خبره، که کومه امنیتي ستونزه وي، وکیلان باید امنیتي مسوولینو ته خبر ورکړي او مسوولین هم مکلف دي، چې ستونزه هواره کړي.
































