د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تېر کال له هېواد څخه بهر ۶۷ ټنه زعفران د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت صادر شوي دي او دغه راز د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زعفرانو په حاصلاتو کې هم زیاتوالی راغلی دی. د دغه وزارت په خبره، چې دوی هڅه کوي د افغانستان د زغفرانو لپاره لا ښه بازار برابر کړي. د یادونې وړ ده، چې د افغانستان زغفران په ټوله نړۍ کې لومړی مقام لري.
































