د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې د نړیوالو الوتنو له پیل سره هېواد ته د بهرنیو وګړو د تګ راتګ کچه لوړه شوې او تیر کال د هوايي ډګر له لارې شاوخوا ۸۱۰ زره کسانو له هېواده بهر ته تګ راتګ کړی، چې شاوخوا ۱۲۰ زره یې بهرني وګړي دي .د دغه وزارت ویاند وايي، چې تمه شته په نږدې راتلونکې کې به ترکش اییرلاین هم خپلې الوتنې افغانستان ته پیل کړې.
































