د سیمې اوسېدونکي وايي، چې نن پنجشنبه د تخار ولایت د ورسج په ولسوالي کې یو سراچه ډوله موټر د وغنان د اوبو ډنډ ته لویدلی او له کبله یې د درې میرمنو او دوه ماشومانو په ګډون اووه تنه مړه شوي دي. د ورسج ولسوالۍ ځايي چارواکو هم پیښې تایید کړې او ویلي یې دي، چې د دوی ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
































