د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په بدخشان ولایت کې یې د کلیوالي ټولنو په مرسته څه باندې دوه سوه جریبه شاړه ځمکه په شنو کروندو بدله کړې ده. د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دا له دې له سره مرسته کوي چې کورنۍ خوړو ته وده او خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، دا هغه څه دي چې دوی یې کولی شي د اړتیا وړ بسپنه ترلاسه کړي. په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د اړیکو مرستیال ضیا الدین صافي مخکې ویلي وو چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د راروانو شپږو میاشتو په مخه د خپلو ټولو پروګرامونو لپاره ۷۶۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
































