د بغلان ولایت د برېښنا د پایو جوړولو په دولتي شرکت کې د پایو تولید زیات شوی دی. په پلخمري ښار کې د دولتي شرکت مسوولین وايي، تېر کال یې شپږ زره د برېښنا پایې جوړې کړې دي. د پلخمري په دولتي شرکت کې تولید شوې د برېښنا ستنې د هېواد په شمالي ولایتونو سربېره مرکزي ولایتونو ته هم لېږدول کېږي. د مسوولینو په خبره په دغه شرکت کې درې ډوله د برېښنا پایې یا ستنې جوړېږي، چې د هېواد په شمال او مرکز ولایتونو کې ترې کار اخیستل کېږي. په یاد شرکت کې دا مهال ۱۰۰ کسان په کار بوخت دي. د دغه شرکت کارګران غواړي چې نور دولتي شرکتونه فعال او بې روزګاره کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
































