د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، د انلین نوملیکنې بهیر ښه روان دی او هره ورځ نږدې لس زره پاسپورټونه د هېواد وګړو ته وېشل کېږي. د دوی په وینا په کابل کې د پاسپورټ د درېیو ادارو فعالولو تخنیکي چارې هم روانې دي. د دغه ریاست ویاند د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د هېوادوالو د اسانه لاسرسي لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو پر هڅو ټینګار کوي. نوموړی وايي، د پاسپورټ ریاست په تېره یوه نیمه میاشت کې د څه باندې درې سوه زره پاسپورټونو له وېش څخه شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
































