په خوست ولایت کې د يوه سوداګر په شخصي لګښت او د کورنيو چارو سرپرست وزیر په لارښوونه پر سل جریبه ځمکه د سرطاني ناروغيو د درملنې روغتون جوړیږي. خوست ميشتي د دغه روغتون جوړېدو ته خوښ دي، خو غوښتنه لري چې د چارو پر پيل يې بايد بيړه وشي. د دوی په خبره ډېری خلک د خپلو ناروغانو د درملنې وس نه لري. د خوست مرستیال والي بیا وايي، د څو لسیزو پر مهال هېواد کې د کيمياوي وسلو پر استعمال سره د سرطاني ناروغيو شمېر زيات شوی دی. د محبوب شاه قانت په خبره د دغه روغتون اداري چارې وروستۍ شوې او نږدې راتلونکي کې به يې عملي کار پيل شي چې په بشپړېدو سره به يې نه يوازې د خوست بلکې، د څېرمه ولایتونو ناروغانو ته هم د درملنې آسانتیاوې برابرې شي. ډاکټران وايي د سرطان ناروغان اوږدمهاله درملنې او څارنې ته اړتيا لري چې دا روغتون به ورته خورا ګټور تمام شي.
































