د کندهار توپ خانې یا ټک ټک بازار د پخوا په پرتله لا پراخ شوی دی. د احمدشاهي عصر اړوند دغه مشهور بازار د حلبي سازۍ د کسبګرو اصلي مرکز دی او د کال په ټولو موسمونو کې فعال وي. مسوولین وايي توپ خانه بازار احمدشاهي عصر کې د وسلو د ترمیم مرکز وو، چې د وخت په تېرېدو په بازار بدل شو. د کندهار دغه لرغوني بازار کې له ۳۰۰ زیات دوکانونه شتون لري، چې د خلکو د اړتیا وړ میسي لوښي، بخارۍ، لاسي کراچۍ او د دوبي لپاره کولران تولیدوي.
































