د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۲ کال کې د وړم کال پر تله په افغانستان کې د تور او سپین زیړي مثبتې پېښې دوه برابره شوي دي. د دې وزارت شمېرې ښيې تېر کال د یادې ناروغۍ څه د پاسه ۱۷ نیم زره پېښې کره شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي تېر ۱۴۰۲ کال کې افغانستان کې د تور او سپین زیړي ۱۷ زره او ۵۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. له دې ډلې ډېرې یعنې ۱۳ زره او ۴۵۹ یې د تور زیړي او پاتې نورې یې د سپین زیړي پېښې دي. د نوموړي په وینا په ۱۴۰۱ کال کې د تور او سپين زیړي اته زره او ۳۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې شپږ زره او ۲۰۸ یې د تور زیړي او پاتې نورې یې د سپین زیړي پېښې دي.
































