د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۸ زره بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده. د دغه وزارت مسوولین زیاتوي اړوند بنسټونه هڅه کوي، چې سیلانیانو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي. د اقتصادي چارو ځينې شنونکي د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ ګټور ګڼي. د ویلو تېر کال تر ډېره بهرني سیلانیان هرات، بلخ، کندهار، نورستان او غزني ولایتونو ته تللي وو.
































