ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د پروان – بامیان لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. دغه لار د تېرې شپې له نهو بجو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د سخت باران او سېلابونو راوتلو له امله د شینوارو ولسوالۍ د غوربند درې په بېلابېلو برخو کې او د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله د پروان_بامیان لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. حق شناس همدارنګه لیکلي، په پروان ولایت کې د ټولګټو وزارت کارکوونکي هڅه کوي چې دغه لار پاکه او د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.
































