په نورستان ولایت کې سلګونه ماشومان له درنو کارونو راګرځول شوي او کلیوال ټولګي ورته جوړ شوي دي. د دغه ولایت چارواکي وايي، دغه چاره یې د یوې مرستندویه ادارې په مالي ملاتړ ترسره کړې ده. د دغې مرستندویه ادارې مسوولین وايي، په دې ولایت کې ۳۵۰۰ ماشومانو ته یې د زده کړو زمینې برابرېدو تر څنګ ۶۰ زره خلکو ته په بېلابېلو برخو کې ګټور پروګرامونه پلي کړي دی. په درنو کارونو بوخت ماشومان او د کورنۍ غړي یې بیا له همدې امله خوښي ښيي. ځايي خلک هم د دغه ډول پروګرامونو پلي کول د دوی د سیمې لپاره ګټور بولي او زیاتوي، چې د ښاري سیمو په څېر دې د دوی اولادونو ته هم د زده کړو مناسبې زمینې برابرې شي.
































